د انجیل ولسوالۍ د ښاروالۍ د اداري تعمیر له رغنیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۵/۰۶/۱۰
هرات کې د کور او ښار جوړولو رئیس عبدالله اکبري وایي، د انجنیرۍ مسلکي ټیم یې د دغه ولایت انجیل ولسوالۍ د ښاروالۍ د اداري تعمیر له رغنیزو چارو څارنه وکړه.
ټاکل شوې د انجیل ولسوالۍ اداري تعمیر په (۲۵۶) متر مربع ساحه کې په دوه پوړونو کې چې (۱۰) اداري څانګې او (۳) هټۍ به ولري، جوړ شي.
اوسمهال یې د لومړي او دویم پوړ رغنیزې چارې روانې دي، چې د څېړنو او څارنې په مهال یې ځینې نیمګړتیاوې په ګوته شوې دي.
هرات کې د کور او ښار جوړولو ریاست انجنیران وایي، د نیمګړتیاوو او ستونزو د له منځه وړلو په موخه یې مسؤلو کسانو ته لازمې لارښوونې او سپارښتنې کړې دي.
د کور او ښار جوړولو وزارت ټولو هېوادوالو ته ډاډ ورکوي، چې د دې وزارت د انجنیرانو له لوري به یې د رغنیزو چارو څېړنه او څارنه په معیاري ډول ترسره کېږي، او په راتلونکي کې به له ګواښونو خوندي وي.
_____________________
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، فېسبوک، ټوېټر، ملګري او ویب سایټ له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
WhatsApp:
https://chat.whatsapp.com/FnOgiA7hU1H3y1w3FrV0uh
Malgari:
https://www.malgari.com/?cache=1673066126#
YouTube channel:
Tel:
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/profile.php?id=100087195086592
نښه: کابل، درېیم مکروریان، ازادۍ مطبعې او شش درک سړک ته مخامخ، ختیځ لورته د کور او ښار جوړولو وزارت.