د خواجه رواش هستوګنیزې پروژې د ستونزو پر حل خبرې وشوې

۱۴۴۵/۰۶/۰۵
کابل کې د خواجه رواش هستوګنیزې پروژې د ستونزو حل برخه کې ګمارل شوي هیئت خپلې څېړنې او موندنې د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو محترم مرستیال شیخ مدارعلي کریمي بامیاني سره شریکې کړې.
ګمارل شوي هیئت په یاد ښارګوټي کې د ستونزو د په نښه کولو او حل لارو موندلو په موخه خپلې څېړنې او موندنې له محترم شیخ بامیاني سره شریکې کړې او ترڅنګ یې یادونه وکړه، چې خواجه رواش هستوګنیزه پروژه کې جوړ شوي بلاکونه په ساختماني لحاظ یو له بل سره توپیر لري او په وینا یې همدا لامل دی چې د اپارتمانونو بیې یې هم سره توپیر لري.
ښاغلي شیخ مدارعلي کریمي بامیاني د هیئت له بشپړ راپور اورېدو وروسته وویل، اړتیا ده چې د یاد ښارګوټي د شته ستونزو د له منځه وړلو په موخه پر بنسټیزو لارو چارو غور وشي.
نوموړي زیاته کړه، ګمارل شوی هیئت د الله، ولس او بیت المال په وړاندې مسؤلیت لري او باید خپلې څېړنې په دقیقه او روښانه توګه ترسره کړي، تر څو حق حقدار ته وسپارل شي او په راتلونکي ناسته کې دې پرې له بحث وروسته تصمیم ونیول شي.
په ګمارل شوي هیئت کې د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند د سنجش او براورد ریاست، تدارکاتو ریاست، نظارت او مراقبت، املاک او اسکان، مالي ریاست او د دغه وزارت انجنیرانو برخه اخیستې وه.
د یادولو وړ ده، چې د خواجه رواش بلاکونه د تېر حکومت په مهال جوړ شوي چې ځینې ستونزې یې پر ځای پاتې دي او اړتیا ده چې د حل په موخه یې لازم اقدامات ترسره شي.
_____________________
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، فېسبوک، ټوېټر، ملګري او ویب سایټ له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
WhatsApp:
https://chat.whatsapp.com/FnOgiA7hU1H3y1w3FrV0uh
Malgari:
https://www.malgari.com/?cache=1673066126#
YouTube channel:
Tel:
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/profile.php?id=100087195086592
نښه: کابل، درېیم مکروریان، ازادۍ مطبعې او شش درک سړک ته مخامخ، ختیځ لورته د کور او ښار جوړولو وزارت.