پروان ولایت کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست له رغنیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۵/۶/۴
پروان ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست انجنیري ټیم په دې ولایت کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د ریاست د احاطوي دېوال له رغنیزو چارو څارنه وکړه.
د څارنې په پایله کې معلومه شوه، چې د یاد دېوال په ځینو برخو کې بې کیفیته خښتې کارول شوې دي.
د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند مسلکي ټیم د اصلاح او سمون په موخه لازمې سپارښتنې وکړې او لارښوونه یې وکړه، چې دېوال دې بېرته ړنګ او له سره دې یې ورغول شي.
د کور او ښار جوړولو وزارت مرکزي او ولایتي مسلکي او تخصصي ټیمونه د ټولو اړوندو پروژو له چارو په دوامداره توګه څارنه کوي، ترڅو یې کارونه د قرارداد او انجنیري اصولو او پلان سره سمې پر مخ ولاړې شي._____________________
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، فېسبوک، ټوېټر، ملګري او ویب سایټ له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
WhatsApp:
https://chat.whatsapp.com/FnOgiA7hU1H3y1w3FrV0uh
Malgari:
https://www.malgari.com/?cache=1673066126#
YouTube channel:
Tel:
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/profile.php?id=100087195086592
نښه: کابل، درېیم مکروریان، ازادۍ مطبعې او شش درک سړک ته مخامخ، ختیځ لورته د کور او ښار جوړولو وزارت.