د کور او ښار جوړولو وزارت د بشري سرچینو او ښاري تخلفاتو ته د رسېدو ریاستونو لپاره چارسمبالي تعین شول
۱۴۴۵/۴/۳۰
د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني په هدایت د دې وزارت اړوند د بشري سرچینو ریاست لپاره ښاغلی مولوي محمد هارون صدیقي او ښاري تخلفاتو ته د رسېدو ریاست لپاره ښاغلی مولوي رحیم الله صادقي د چارسمبالي په توګه تعین شول.
یاد چارسمبالي د کور او ښار جوړولو وزارت د مسکن، ودانیزو چارو او د زونونو د پراختیا معینیت محترم سرپرست مولوي روح الله احمدي او د دغه وزارت د ښاري چارو محترم مرستیال شیخ مدارعلي کریمي بامیاني له لوري د وزارت کار کوونکو ته وروپېژندل شول او په خپلو دفترونو کې یې چارې پیل کړې.
د وزارت دواړو لوړ رتبه مسؤلینو تازه تعین شوو چارسمبالو ته لازمې سپارښتنې وکړې، تر څو ورسپارل شوې دندې د ا.ا.ا له اصولو او د ملي ګټو سره سم پر مخ یوسي.
هغوی هم په خپل وار د کور او ښار جوړولو وزارت له محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني مننه وکړه چې پر دوی یې باور وکړ او ژمنه یې وکړه چې ورسپارل شوې دندې به په پوره امانتدارۍ سرته رسوي.
_____________________
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، فېسبوک، ټوېټر، ملګري او ویب سایټ له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
WhatsApp:
https://chat.whatsapp.com/FnOgiA7hU1H3y1w3FrV0uh
Malgari:
https://www.malgari.com/?cache=1673066126#
YouTube channel:
Tel:
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/profile.php?id=100087195086592
نښه: کابل، درېیم مکروریان، ازادۍ مطبعې او شش درک سړک ته مخامخ، ختیځ لورته د کور او ښار جوړولو وزارت.