په ولایتي کچه د بېرته راستنېدونکو کډوالو د ستونزو په حل خبرې وشوې
۱۴۴۵/۴/۱۸
د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني په انلاین یا پر کرښه بڼه د دغه وزارت د ولایتي ریاستونو کړنې و ارزولې.
د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني په دې ناسته کې وویل، بېرته راستنېدونکو کډوالو لپاره د سرپناه برابرول د دوی له مهمو موضوعاتو څخه دي، چې د ا.ا.ا عاليقدر مشرتابه حفظه الله د یو فرمان له مخې کمیسیون جوړ شوی او په تشکیل کې څو بېلا بېلې کمېټې لري.
نوموړي زیاته کړه، بېرته راستنېدونکو کډوالو ته د دایمي اوسېدو او ځمکو وېش چارې لپاره یو طرزالعمل جوړ شوی چې له منظورۍ وروسته به د د کور او ښار جوړولو وزارت ولایتي ریاستونو سره شریک شي، تر څو له هغې سره سم د کډوالو د ستونزو په حل کې پر وخت اقدام وشي.
د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر وویل، د کور او ښار جوړولو وزارت د ولایتي ریاستونو د دفتر ستونزو د حل په موخه لازم اقدامات ترسره شوي دي، چې ډیر ژر به د اړتیا وړ وسایط او وسایل په اختیار کې ورکړل شي.
په دغه مجازي ناسته کې، د کور او ښار جوړولو ولایتي ریاستونو مسؤلینو د بېرته راستنېدونکو کډوالو د ستونزو حل برخه کې د بشپړ چمتوالي خبره وکړه او دغه برخه کې یې د خپلو فعالیتونو په تړاو معلومات شریک کړل.
_____________________
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، فېسبوک، ټوېټر، ملګري او ویب سایټ له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
WhatsApp:
https://chat.whatsapp.com/FnOgiA7hU1H3y1w3FrV0uh
Malgari:
https://www.malgari.com/?cache=1673066126#
YouTube channel:
Tel:
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/MUDH-2303368453279461/
نښه: کابل، درېیم مکروریان، ازادۍ مطبعې او شش درک سړک ته مخامخ، ختیځ لورته د کور او ښار جوړولو وزارت.