په زابل ولایت کې د تېلو د یو پمپ سټېشن ساحه سکېچ او نقشه یې ترتیب شوه
۱۴۴۵/۴/۱۰
د زابل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست مسؤلین وايي، په مرکز قلات کې يې د تېلو د یوه شخصي پمپ سټېشن نقشه سکیچ کړه.
یاد پمپ سټېشن په یو جریب شخصي ځمکه کې سکېچ شو، چې د دې ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د مسؤلینو او انجنیرانو له خوا د زابل ولایت په نورو سیمو کې د اوو نورو پمپ سټېشنونو پر سکېچ کار روان دی.
د کور او ښار جوړولو وزارت د طرزالعمل مطابق په ولایتونو کې د کور او ښار جوړولو ریاستونه په ښاري معیارونو برابر د تېلو پمپ سټېشنونه سکېچ کوي.
_____________________
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، فېسبوک، ټوېټر، ملګري او ویب سایټ له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
WhatsApp:
https://chat.whatsapp.com/FnOgiA7hU1H3y1w3FrV0uh
Malgari:
https://www.malgari.com/?cache=1673066126#
YouTube channel:
Tel:
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/MUDH-2303368453279461/
نښه: کابل، درېیم مکروریان، ازادۍ مطبعې او شش درک سړک ته مخامخ، ختیځ لورته د کور او ښار جوړولو وزارت.