د کور او ښار جوړولو وزارت په اډانه کې د خلکو ستونزو ته په وخت رسیدنه کیږي
16/03/1445
د کور او ښار جوړولو محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني د خلکو سره د لیدنو په لړ کې د څو بېلا بېلو ولایتونو د خلکو سره ولیدل او د هغوی د ستونزو د حل په موخه یې ور سره خبرې اترې وکړې.
یادو هېوادوالو د کور او ښار جوړولو وزارت له سرپرست مننه وکړه، چې د خلکو د ستونزو اوریدو په موخه دوی ته وخت ورکوي او د حل لپاره یې لارې چارې ګوري.
ښاریانو د ښاري وضعیت تر څنګ خپلې ځینې ستونزې او ننګونې د کور او ښار جوړولو وزارت له محترم سرپرست وزیر سره شریکې کړې او په دې برخه کې یې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست شیخ حمدالله نعماني وویل، د خلکو ستونزو ته پر وخت رسیدنه کیږي، د وزارت مسؤلین هڅه کوي چې خپل مسؤلیتونه په ښه شکل ترسره کړي او تل هڅه کوي چې هېوادوالو ته اغیزمن او ګټور کارونه وکړي.
_____________________
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، فېسبوک، ټوېټر، ملګري او ویب سایټ له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
WhatsApp:
https://chat.whatsapp.com/FnOgiA7hU1H3y1w3FrV0uh
Malgari:
https://www.malgari.com/?cache=1673066126#
YouTube channel:
Tel:
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/MUDH-2303368453279461/
نښه: کابل، درېیم مکروریان، ازادۍ مطبعې او شش درک سړک ته مخامخ، ختیځ لورته د کور او ښار جوړولو وزارت.