د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست د تفتیش عالي ادارې له هیئت سره وکتل
![picture](/sites/default/files/2023-02/whatsapp_image_2023-02-02_at_9.31.50_am.jpeg)
1444/07/10
د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني د تفتیش عالي ادارې د عامه پروژو د پلټنو د ریاست له هیئت سره وکتل.
په دې لیدنه کې د تفتیش د عالي ادارې د عامه پروژو د پلټنې د ریاست غړو د ځینو پروژو څخه د بررسۍ پایلې او موندنې د کور او ښار جوړولو وزارت له محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني سره شریکې کړې.
سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني وویل، د کور او ښار جوړولو وزارت تخنیکي هیئت به د تفتیش د عالي ادارې موندنې مطالعه کړي چې په وینا یې که په کومو پروژو کې ستونزې یا نیمګړتیاوې وي د حل په موخه به یې لازم اقدامات وشي.
_____________________
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، فېسبوک، ټوېټر، ملګري او ویب سایټ له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
WhatsApp:
https://chat.whatsapp.com/FnOgiA7hU1H3y1w3FrV0uh
Malgari:
https://www.malgari.com/?cache=1673066126#
YouTube channel:
Tel:
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/MUDH-2303368453279461/
پته: دریم مکروریان، ازادي مطبعه ته مخامخ، د کور او ښار جوړولو وزارت.