د پکتیکا ولایت د برمل او ګیان ولسوالیو زلزله ځپلو ته د ښار ګوټي جوړولولپاره دوه سیمې کروکي شوې

1444/05/19
د پکتیکا ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د برمل او ګیان ولسوالیو د زلزله ځپلو لپاره دوه سیمې د استوګنې د ښار ګوټي جوړولو لپاره کروکي کړې.
د دې دوه سیمو مساحت نږدې 3454 جریبه ځمکه ده چې د استوګنیزو کورونو جوړولو په موخه سروې او کروکي شوه.د هېواد په کچه د هېوادالو لپاره د نویو استوګنیزو ښار ګوټو جوړول د کور او ښار جوړولو وزارت د مهمو اقدماتو څخه ده.