د کرکټ د نړیوال لوبغالي د ځمکې ارزونه وشوه
1444/04/18
د کابل ښار په الوخیلو سیمه کې د کرکټ د نړیوال لوبغالي ارزونه د کور او ښار جوړولو محترم سرپرست وزیر مولوي حمدالله نعماني په مشرۍ د کابل ښاروالۍ او کرکټ بورډ د با صلاحیته استازو په شتون کې ارزونه وشوه.
د ا.ا.ا د کابینې د 1444/03/27 د 3 بند د مصوبې د 12 شمیرې په منظورۍ یاده ناسته جوړه شوه چې د کابل ښاروالۍ د کرکټ بورډ اداره د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ موظف شوه تر څو په کابل کې د الوخیلو په سیمه کې د کرکټ د نړیوال لوبغالي ځمکه ارزیابي کړي او پایله یې د کابینې غونډې ته وړاندې کړي.
د کرکټ د نړیوال لوبغالي د ځمکې د تخنیکي او حقوقي برخو باندې بحث او نظرونه تبادله شول او اړوندو ادارو خپل نظرونه وړاندې کړل.
د کرکټ بورډ ادارې ته هدایت وشو تر څو خپل د اړتیاو مطابق خپل دلایل راتلونکې جلسه کې وړاندې کړي تر څو نهایي پایله د کابینې غونډې ته وړاندې شي.