د هرات ولایت د جامع مسجد د دویمې برخې د بیا رغونې له کارونو څارنه وشوه.
1444/4/12
د هرات ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست انجنیرانو د هرات ولایت د جامع مسجد د دویمې برخې د بیا رغونې له کارونو څارنه وکړه.
د هرات ولایت د جامع مسجد د دویمې برخې د رغونې د پروژې د کارونو د څارنې تر څنګ د سیمې د مخورو سره په همغږۍ د تخلفاتو مخنیوی وشو او قرار دادی شرکت ته دکارونو د لا ښه والي په موخه ځینې سپارښتنې وشوې.
د هرات د کور او ښار جوړولو ریاست انجنیران د تخلفاتو د مخنیوي په موخه په دوامداره توګه د دې پروژې نه څارنه او ساتنه کوي.