د هرات د نوي ښار جوړولو لپاره پنځه سیمې سروې شوې
۱۴۴۴/۰۴/۰۵
د هرات ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست پنځه سیمې د هرات د نوي ښار د جوړولو لپاره سروې کړې دي.
دغه راز یاد ریاست د هرات د اسلام قلعه بندر د ګمرک میدان د کانکریټ اچونې سروې، د اسلام قلعه بازار د دوه طرفه سړک د کانال جوړونې او د پښتون او مالان پل ترمنځ د لوی پارک جوړونې سروې کړې ده.
د کور او ښار جوړولو وزارت په هرات ولایت کې د خلکو د ګڼې ګوڼې د کموالي لپاره د نوي ښار جوړولو په موخه د سروې شوو سیمو هر اړخیزه ارزونه کوي.
په ټوله کې موخه دا ده چې څنګه کېدای شي معیاری، په نړیوالو نورمونو برابر او د ښاري امتیازاتو او اسانتیاو درلودونکي ښارونه ولرو.