د کابل په لومړۍ ناحیه کې د سرحدونو وزارت د ملکیت د راګرځولو اسناد وڅېړل شول

۱۴۴۴/۰۲/۱۱
د ښار جوړولو او ځمکو وزارت کې د دغه وزارت د محترم سرپرست وزیر مولوي حمدالله نعماني په مشرۍ د کابل ښار په لومړۍ ناحیه کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د ملکیت راګرځولو په تړاو ناسته وشوه، چې په کې د چارو ادارې، مالیې وزارت، سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو، کورنیو چارو، عدلیې، عامې روغتیا وزارتونو او د لویې څارنوالۍ او کابل ښاروالۍ استازو برخه اخیستې وه.
یاده ناسته د ریاسة الوزارء محترم مقام د (۱۴۴۳/۱۲/۲۰) نېټې (۴۲۹) نمبر هدایت پر اساس د تېرو ناستو په دوام جوړه شوه چې په کې د کابل په لومړۍ ناحیه پل باغ عمومي سیمه کې د صدر په نوم مارکېټ چې د سرحدونو وزارت ملکیت بلل کېږي، د بېرته راګرځولو په تړاو یې اسناد او مدارک وڅېړل شول.
د یادو وزارتونو او ادارو استازو هر یو په خپل نوبت سره د ذکر شوي ملکیت حقوقي، مالي، تخنیکي او سوابقو په اړه خپل نظریات وړاندې کړل.
د ښار جوړولو او ځمکو وزارت محترم سرپرست وزیر مولوي حمدالله نعماني د ریاسة الوزراء محترم مقام د هدایت پر پلې کولو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې د یادې موضوع په اړه دې د اسنادو له مخې بشپړ راپور چمتو او ریاسة الوزراء محترم مقام ته دې وسپارل شي