د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست د یو شمیر هېوادوالو سره وکتل
۱۴۴۴/۰۲/۰۷
د ښار جوړولو او ځمکو محترم سرپرست وزیر مولوي حمدالله نعماني د څو بېلا بېلو ولایتونو د اوسیدونکو سره د هغوی د ستونزو د حل په موخه لیدنه وکړه.
په دغه لیدنه کې هېوادوالو د ښار جوړولو او ځمکو وزارت اړوند برخو کې د شته ستونزو یادونه وکړه او په دې برخه کې یې د وزارت له محترم مقام څخه د ستونزو د حل په موخه د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د ښار جوړولو او ځمکو وزارت محترم سرپرست وزیر مولوي حمدالله نعماني د هېوادوالو د ستونزو تر اوریدو وروسته وویل، د ښار جوړولو او ځمکو و زارت په خپل چوکاټ کې د هېوادوالو د ستونزو د حل برخه کې کلک هوډ لري
