د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست محترم مولوي حمدالله نعماني د پکتیا له ښاروال سره وکتل

۲۵/۱/۱۴۴۴
د ښار جوړولو او ځمکو وزارت محترم سرپرست وزیر مولوي حمدالله نعماني د هغه سړک د جوړولو په اړه خبرې وکړې چې د پکتیا ولایت مرکز ګردیز ښار د مجاهد څلور لارې له سید کرم ولسوالۍ سره نښلوي.
لومړی د ګردیز ښاروال محترم مولوي شریف الله الهام د یاد سړک د جوړیدو په لاره کې د پرتو خنډونو په اړه معلومات ورکړل او د پرتو خنډونو په حل کې یې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست مولوي حمدالله نعماني د ګردېز ښاروال سره د کاغذ پر مخ د سړک د موقعیت او د دغه سړک د جوړېدو په لاره کې د پرتو خنډونو موضوع مطرح کړه او وې ویل، چې د دغه سړک په اوږدو کې د استوګنې کورونه او د خلکو هدیره شته، نو لازمه ده چې د سیمې د پلان او نقشې له مخې د مسلکي انجنیرانو سره په ګډه غونډه کې لازم تصمیم ونیول شي.