سرپل ولایت کې له څلور سوه زره افغانیو زیات عواید راټول شول

۱۴۴۴/۰۱/۰۹
د سرپل ولایت د ښار جوړولو او ځمکو ریاست د روان سپوږمیز کال په محرم میاشت کې څلور سوه، یو ویشت زره او شپږ سوه (۴۲۱۶۰۰) افغانۍ عواید راټول کړل.
یاد شوي عواید په دغه ولایت کې د دولتي ځمکو د په اجارې د ورکړې، کدستري خدماتو، کدستري معلوماتو، مخابراتي انتنونو او د تېرو کلونو د باقیاتو له درکه راټول شوي دي.
د ښار جوړولو او ځمکو وزارت له تحول وروسته په میلیونونو افغانۍ عواید د دولتي ملکیتونو او حق الاجارې له درکه راټول کړي او د دولت خزانې ته یې سپارلي دي.