پروان ولایت کې له (۱۶۰) زره افغنیو زیات عواید ترلاسه شول
۱۴۴۳/۱۲/۲۴
د پروان ولایت د ښار جوړولو او ځمکو ریاست د روان کال د سرطان میاشتې د عوایدو کچه تر یو سل، شپېته زره او درې سوه دېرش (۱۶۰۳۳۰) افغانیو ورسېده.
یاد شوي او ترلاسه شوي عواید د پروان ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د وزارت اړوند د دولتي ځمکو او ملکیتونو د په اجارې د ورکړې، مخابراتي انتنونو او د ځمکو د کدستري خدماتو له درکه ترلاسه شوي دي.
راټول شوي عواید د دولت خزانې ته وراضافه شوي او په دغه برخه کې هڅې روانې دي.
د ښار جوړولو او ځمکو وزارت مسؤلین هڅه کوي چې د دغه وزارت اړوند عواید په شفاف دول راټول او له ځنډ پرته د دولت خزانې ته وراضافه کړي.