د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست د اغا خان فرهنګي بنسټ له مسؤل سره وکتل

۱۴۴۳/۱۱/۱۹
د ښار جوړولو او ځمکو وزارت محترم سرپرست وزیر مولوي حمدالله نعماني په خپل کاري دفتر کې د اغاخان فرهنګي بنسټ له مسؤل محترم اجمل میوندي سره وکتل او په افغانستان کې د تاریخي ابداتو د ترمیم او بیارغونې برخه کې یې ورسره خبرې وکړې.
په دغه لیدنه کې د اغاخان بنست مسؤل اجمل میوندي د یاد بنست د فعالیت او هغه پروژو په اړه معلومات وړاندې کړل چې د یاد بنست لخوا په افغانستان کې پلې شوي دي.
ښاغلي میوندي وویلو اغاخان بنسټ په افغانستان کې د تاریخي ابداتو ترمیم او بیا رغونه کوي او لومړیتوب هغه پروژو ته ورکوي چې چارې یې په نیمه کې پاتې دي.
نوموړي زیاته کړه، د اغاخان بنسټ زیات کارونه کړي او له دې وروسته هم امکاناتو ته په کتو غواړي چې خپل فعالیت ته دوام ورکړي.
ورپسې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت محترم سرپرست وزیر مولوي حمدالله نعمانيؤ د غاخان فرهنګي بنسټ له فعالیتونه مننه وکړه چې په بېلا بېلو برخو او په ځانګړې توګه د تاریخي ابداتو ترمیم برخه کې یې کړي دي.
ښاغلي مولوي حمدالله نعماني وویل، د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د اغاخان بنسټ د چارو بیا پیل هرکلی او ملاتړ کوي او هڅه به وکړي چې د یاد بنسټ فعالیتونو او پانګونو ته لا ښه زمینه برابره کړي.