د پکتیکا جاني خېلو ولسوالۍ کې د جامع جومات د رغېدو چارې روانې دي
9/11/1443
د ښار جوړولو او ځمکو وزارت لخوا د پکتیکا په جاني خېلو ولسوالۍ کې د یو جامع جومات د رغېدو چارې روانې دي.
د دغه مسجد بیخ بناء په (۱۲۳۲) متر مربع ځمکه کې او په ټوله کې (۱۰۹۶۰) متر مربع ځمکه کې جوړېږي، چې پر یو وخت د (۲۰۰۰) لمونځ کوونکو ظرفیت لري.
یاد مسجد په پاخه او اساسي شکل رغول کېږي چې ډېر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د پکتیکا د ښار جوړولو او ځمکو ریاست د یاد مسجد د کیفیت او کمیت څخه څارنه کوي او هڅه کوي چې یاد مسجد د نقشې او معیارونو مطابق اباد کړي.