د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د هېوادوالو د ستونزو حل ته ژمن دی
۱۴۴۳/۱۰/۱۰
د ښار جوړولو او خمکو وزارت سرپرست محترم مولوي حمد الله نعماني د خپلو لیدنو په لړۍ کې له یوش مېر هېوادوالو سره وکتل او د هغوی د ستونزو پر حل او د وړاندیزونو په اړه یې خبرې وکړې.
لومړی مراجعینو په خپلو لوایتونو کې د ورپېښو ستونزو په اړه خبرې وکړې او د وزارت له مقام یې د حل غوښتنه وکړه.
د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست محترم مولوي حمد الله نعماني راغلو کسانو ته ډاډ و رکړ چې د وزارت اړوندو چارو کې به تر خپلې وسې ورسره همکاري کوي او هڅه به کوي چې شته ستونزې ژر حل شي.
مولوي حمد الله نعماني زیاته کړه چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د هېوادوالو ستونزو د حل او د چارو د لا پرمختګ لپاره ژمن دی او هڅې یې پیل کړي چې اړونده چارې پر وخت ترسره شي.