د پنځم مکروریانو پروژې ستونزې او مشکلات وارزول شول
۱۴۴۳/۰۹/۲۳
د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست محترم مولوي حمد الله نعماني د پنځم مکروریانو له یو شمېر مراجعینو سره وکتل او د پنځم مکروریانو د ستونزو د حل په اړه یې خبرې وکړې.
لومړی راغلو کسانو په پنځم مکروریانو کې دوی ته ورپېښو شويو ستونزو په اړه بشپړې خبرې وکړې چې د تېر حکومت په مهال یې په پنځم مکروریانو کې د اپارتمانونو ترلاسه کولو په موخه یو یا دوه قسطونه ورکړي او تر اوسه یې اپارتمانونه، نه دي ترلاسه کړي.
دوی د ښار جوړولو او ځمکو وزارت له سرپرست ښاغلي مولوي حمد الله نعماني وغوښتل چې د هغوی د ستونزو د حل برخه کې ورسره همکاري وکړي او شته ستونزو ته حل لارې پیدا کړي.
د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست محترم مولوي حمدالله نعماني یادونه وکړه چې بدبختانه ډیری هغه پروژې چې د تېر حکومت په مهال رامنځته شوي له ستونزو او ننګونو ډکې دي چې خپله دی او د وزارت نور اړوند کسانو هڅې پیل کړي چې څنګه کېدای شي شته ستونزو ته مناسبې حل لارې پیدا کړي.
ښاغلي مولوي حمد الله نعماني زیاته کړه چې د پنځم مکروریانو پروژې په تړون کې د طرفینو صلاحیتونه او مسؤلیتونه معلوم دي او وزارت ژمن دی چې خپل مسؤلیت په مسؤلانه توګه سرته ورسوي.
نوموړي یادونه وکړه چې یوه ګډه کمېټه به جوړه کړي چې یاده پروژه په حقوقي، تخنیکي، مالي او په ټوله کې هر اړخیزه توګه وڅېړي او مناسبې حل لارې پیدا کړي.