تدارکاتي پروسې دې لنډې ، چټکې او لا شفافه شي
۱۴۴۳/۰۸/۲۶
د ښا رجوړولو او ځمکو وزارت مالي او اداري مرستیال محترم حافظ محمد امین فاروقي په خپل کاري دفتر کې د دغه وزارت د تدارکاتو ریاست له مسؤلینو سره وکتل او پر اړوندو موضوعاتو یې خبرې وکړې.
لومړی د تدارکاتو ریاست مسؤلینو د خپل ریاست د تشکیل ، اجراتو او پروژو په اړه معلومات وړاندې کړل او یادونه یې وکړه چې د کومې تګلارې پر اساس تدارکاتي پروسې پر مخ بیایي او کوم پړاونه لري.
ورپسې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت مالي او اداري مرستیال محترم حافظ محمد امین فاروقي په اړونده برخه کې لازمې لارښوونې وکړې چې د تدارکاتو برخه مهم رکن دی او مسؤلین یې باید په هره برخه کې څېړنې وکړي، کیفیت او معیار په پام کې ونیسي او د پروژو او جنسونو اهمیت ته دې وکتل شي.
دغه راز ښاغلي مالي او اداري مرستیال ټینګار وکړی چې په تدارکاتي برخو کې دې له درغلۍ او لوړ لګښت مخنیوی وشي او چارې دې شفافه وي.
د بیت المال نه ضایع کول، کیفیت او معیار ته پاملرنه ، اغېزمنتیا او کم لګښت هغه ټکي دي چې په دغه ناسته کې پرې تاکید وشو.
نوموړي زیاته کړه چې تدارکاتي پروسې دې لنډې، د اسنادو طی مراحل دې چټک او ساده شي او هغه چارې چې پخوا په یوه میاشت کې ترسره کېدې هغه دې په اونې او یا له هغې هم په کم وخت کې ترسره شي.