د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست د پېروزي هستوګنې پروژې څخه لیدنه وکړه

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست ښاغلې مولوي حمدالله نعماني او ورسره هيات د کابل ولایت په ده سبز ولسوالۍ کې د پیروزي هستوګنې پروژې د سیمې د وضعیت د ارزونې او د پروژې پر وړاندې د پرتو خنډونو او ستونزو د لرې کولو په هدف څخه لیدنه وکړه.
د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست د پېروزي د پروژه د وزارت له مهمو پرختيايې پروژو څخه وبلله او پر عملي کېدو یې ټینګار وکړ. نوموړي د لیدنې پر مهال د پروژې مسوولینو ته د چارو د لا ښه پرمختګ لازمې لارښوونې هم وکړې.
پيروزي پروژه په هیواد کې د عامه ګټو یوازینۍ پروژه ده چې په شپږو بيلابيلو پړاوونو ویشل شوې او په دې کې ۹۱۳۰ د هستوګنې ځمکې او ۴۴۹ سوداګریز او د هستوګنې بلاکونه، تفریحي پارکونه، مذهبي ځایونه، شنې ساحې، صنعتي پارکونه او نور ښاري خدمات په کې شامل دي.