بغلان کې د یوه ښوونځي رغولو چارې روانې دي
ښارجوړولو او ځمکو وزارت د بغلان ولایت په برکه ولسوالۍ کې د فلول ښځینه اته ټولګي ښوونځی رغوي.
دا دوه پوړیزه ښوونځی پر ۳۹۳ متر مربع ځمکه باندې د ۱۳ میلیونه او ۹۰۰ زره افغانیو په لګښت د ماليي وزارت له پراختیایی بودیجې څخه رغیږي.