د غور ولایت د فیروز کوه ښار لپاره دوه تفصیلي پلانونه منظور شول

ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست وزیر محترم محمود کرزی په ملي شورا کې د غور ولایت د خلکو له استازو محترم کرام الدین رضا زاده، محترمه فاطمه کوهستاني، محترم محمد داود غفاري او ولایتي شورا رئیس محترم فضل الحق احسان سره په کتنه کې، د غور ولایت د فیروز کوه ښار لومړی او دویم فاز تفصیلي اصلاحي پلانونه منظور کرل.
په دې کتنه کې، د غور ولایت د خلکو استازو د ښارونو د انکشاف او ټولګټو پروژو د تطبیق په برخه کې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت هڅې وستایلې او د تفصیلي پلانونو تطبیق یې د فیروز کوه ښار د انکشاف لپاره مهم او اړین اقدام وباله. سربېره پردې، د خلکو استازو د څښاک اوبو نشتون د غور ولایت د خلکو له جدي ستونزو یاد کړ او د دې ستونزې حل لپاره د ښار جوړولو او ځمکو وزارت څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه.
ورپسې، د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست وزیر محترم محمود کرزی وویل چې دا وزارت هڅه کوي د ځمکو د مدیریت له لارې په هېواد کې ټولګټو پروژو تطبیق ته لاره هواره کړي. ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست وزیر د فیروز کوه ښار د منظمې ودې او انکشاف لپاره د تفصیلي پلانونو منظوري مهم ګام وباله او اړونده مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې د دې پلانونو په تطبیق کې د یاد ولایت سره په بشپړه توګه همکاري وکړي.
همدارنګه، ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست وزیر د څښاک اوبو د ستونزې د حل په پار وویل چې له یو شمېر تجربه لرونکو شرکتونو سره به همغږي وکړي ترڅو د دقیق بر آورد او سروې په ترسره کولو دې ستونزې ته په اساسي توګه پاملرنه وشي.
د فیروز کوه ښار تفصیلي پلان لومړی فاز په ۸۴۸ جریبه ځمکه کې ترتیب شوی چې له دې ډلې، ۲۵۶ جریبه ځمکه استوګنیزو سیمو، ۱۵ جریبه ځمکه تجارتي سیمو، ۶۱ جریبه ځمکه عامه سیمو، ۲۲۸ جریبه ځمکه تفریحي او شنو سیمو، ۳۰ جریبه ځمکه اداري سیمو او همدارارز ۲۲۵ جریبه ځمکه سړکونو او پلې لارو ته ځانګړي شوي دي.
په همدې ترتیب، د فیروز کوه ښار تفصیلي پلان دویم فاز په ۱۵۷۰ جریبه ځمکه کې ترتیب شوی چې له دې ډلې، ۵۰۰ جریبه ځمکه استوګنیزو سیمو، ۱۵۰ جریبه ځمکه تجارتي سیمو، ۱۳۲ جریبه ځمکه عامه سیمو، ۳۳۵ جریبه ځمکه تفریحي او شنو سیمو، ۷۷ جریبه ځمکه اداري سیمو او همدارارز ۳۷۴ جریبه ځمکه سړکونو او پلې لارو ته ځانګړي شوي دي.
په تېرو دریو میاشتو کې، ۲۴ انکشافي پلانونو (۷ تفصیلي پلانونه، ۱۰ ستراتیژیک پلانونه، ۲ منطقوي پلانونه او ۵ د بهسازۍ پلانونه) د ښار جوړولو او ځمکو وزارت مشرتابه له لوري منظور شوي چې د دې پلانونو په تطبیق سره به ښارونه په منظمه توګه وده او انکشاف وکړي او د ټولګټو او پراختیايي پروژو تطبیق ته لاره هواره شي.
###