فراه کې د یو روغتیايي مرکز رغنیزې چارې ۳۸ سلنه بشپړ شوي
ښارجوړولو او ځمکو وزارت د فراه ولایت د خاک سفید ولسوالۍ په ننګ آباد کلي کې د یو روغتیايي مرکز رغنیزې چارې ۳۸ سلنه بشپړې کړي او د روان کال تر پایه پورې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
دا روغتیايي مرکز په ۴۳۵ متر مربع ځمکه کې په یو پوړ د ۲۰ میلیونه او ۴۰۰ زره افغانیو په ارزښت د ښارجوړولو او ځمکو وزارت له پراختیايي بودیجې جوړیږي.
ښارجوړولو او ځمکو وزارت د روغتیا په برخه کې د ټولګټو پروژو په تطبیق سره د هېواد په لرې پرتو سیمو کې د روغتیايي خدماتو کچه لوړوي.
###