په زابل ولایت کې د څو بېلا بېلو دولتي ځمکو له غصب مخنیوی وشو
د محترم مولوي حمد الله نعماني په مشرۍ د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په زابل ولایت کې د څو بېلا بېلو دولتي ځمکو له غصب مخنیوی وکړ او له دولتي ملکیتونو سره یې یو ځای کوي.
په زابل ولایت کې د ښار جوړولو او ځمکو ریاست دغه ځمکې چې دغصب په حالت کې وې، بررسي کړي او دوسیې یې اړوندو ارګانونو ته سپارلې دي.
د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په مرکز او ولایتونو کې دولتي ځمکې تصفیه کوي، هغه چې غصب شوي بیرته یې له غصب ژغوري او له دولتي ځمکو او ملکیتونو سره یې یو ځای کوي.