د بغلان د فرنګ ولسوالۍ اداري کمپلکس د جوړولو چارې بشپړې شوې

ښار جوړولو او ځمکو وزارت د ثبات تحکيم ملي برنامې له لارې د بغلان ولايت د فرنګ ولسوالۍ لپاره اداري کمپلکس تر رغولو وروسته ګټې اخېستنې ته وسپاره.
دا ودانۍ په ۴۹۰ متر مربع ځمکه کې په درې پوړيز ډول چې ۱۷ کاري خونې، يو د غونډو تالار، يو پخلنځای، ۹ تشنابونه او يو ګودام لري، د دولت له پراختيایي بوديجې څخه په ۲۰ ميليونه افغانيو ورغول شوه.
ښار جوړولو او ځمکو وزارت د بېلابېلو ولايتونو په مرکزونو او ولسواليو کې تر اوسه ۱۲۹ اداري ودانۍ رغولي او هلته د موجودو کارکوونکو لپاره يې د کار مناسب او ارام چاپېريال زمينه برابره کړې ده.