کابل کې د عزیزي کمپلیکس جوړولو پر څرنګوالي خبرې وشوې

۱۴۴۵/۱۰/۲۶
د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني په مشرۍ ، کابل کې د عزیزي کمپلیکس جوړولو کمېټې ناسته وکړه.
په دغه ناسته کې، د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني په مشرۍ، د عامي روغتیا محترم وزارت، د کار او ټولنیزو چارو محترم وزارت، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ محترم وزارت، د کابل محترمې ښاروالۍ او د عزیزي بنسټ استازو برخه اخیستې وه.
په دغه ناسته کې د یو شمېر اړوندو مسایلو ترڅنګ د کمپلیکس پر څرنګوالي، لومړنیو اقداماتو، هرې برخې لپاره د ځمکې پر تشخیص او ځانګړتیا، د پلان پر تعدیل او د ځمکې پر تصفیې خبرې وشوې.
د عزیزي خیریه بنسټ، په پام کې لري چې د کابل ښار، اتمې ناحیې، رحمن مېنې په شاوخوا (۳۵۰) درې سوه او پنځوس جریبه ځمکه کې پوهنتون، روغتون، دارالایتام، ښوونځي، لیلیه او هستوګنیزه ساحه، جوړ کړي.
په یاده ناسته کې، د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني، د عزیزي بنسټ استازو ته دنده وسپارله، تر څو په یاده ساحه کې د ټولو جوړېدونکو ځایونو لپاره د انجنیرۍ اصولو له مخې، د ځمکې کچه معلومه او پر بنسټ یې د عامې روغتیا وزارت او کار او ټولنیزو چارو وزارت هوکړې ترلاسه کړي، چې د ټولو جزیاتو تر معلومېدا وروسته به بشپړ راپور چمتو او د ا.ا.ا د ریاسة الوزرا محترم عالي مقام ته وړاندې کړي.