په کندز ولایت کې د روغتیایي کلینیک له ودانیزو چارو څارنه وشوه
۱۴۴۶/۲/۲۸
د کندز ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي محمد رمضان کلیم وایي، د دې ریاست د تخنیکي ټيم لخوا د روغتیایي کلینیک له ودانیزو چارو څارنه وشوه.
ښاغلي مولوي کلیم وویل، د عامې روغتیا ریاست اړوند د مصنوعي غړو د تعمیر ودانیزې چارې د نقشې مطابق په منظمه توګه روانې دي، چې د دې تعمیر ودانیزې چارې خواوشا ۲۵ سلنه مخلته تللي دي.
د کور او ښار جوړولو وزارت په مرکز او ولایتونو کې د ادارو په غوښتنه د ادارو د تعمیرونو لپاره نقشې طرحه او ډیزاین کوي او له ودانیزو چارو یې څارنه کوي، تر څو د نقشې مطابق تر سره شي.