میدان وردک کې څه باندې ۴ جریبه دولتي ځمکه انتقال شوه
ښارجوړولو او ځمکو وزارت د حکومت پراختیايي پروژو د تطبیق په موخه د میدان ولایت په میدان ښار ولسوالۍ کې ۴،۵ جریبه دولتي ځمکه د اوبو لږولو او مالدارۍ وزارت انتقال کړې ده.
یاده ځمکه په دولتي او عامه ځمکو بانک ثبت ده او د غله جاتو سټراټیژيکو زیرمو او سړو خونو د جوړولو په موخه انتقال شوې ده.
ښارجوړولو او ځمکو وزارت په هېواد کې متقاضي ادارو ته د ځمکو په لیږد سره، د هېواد په کچه ټولګټو پروژو تطبیق ته زمینه مساعدوي.
