په سرپل ولایت کې د ولایتي روغتون د رغنیزو چارو له روان بهیر څخه څارنه ترسره شوه

org_admin
شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۵:۳۱
سرپل

۱۴۴۷/۱۲/۲۷

د سرپل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د ولایتي روغتون د رغنیزې پروژې له روانو چارو څخه څارنه ترسره کړه.

د څارنې پر مهال څرګنده شوه چې قراردادي شرکت خپلې چارې د منظور شوي پلان او تخنیکي مشخصاتو له مخې په منظم ډول پر مخ وړي دي.

د یادې ودانۍ د نل‌غځونې چارې بشپړې شوې او د رنګمالۍ کارونه هم تر ډېره بریده پای ته رسېدلي دي. دا مهال یوازې د برېښنا اړوند ځینې چارې پاتې دي چې د بشپړېدو په حال کې دي.

همدارنګه د ولایتي روغتون د تشنابونو او اداري خونې د رغنیزو چارو بهیر هم روان دی، چې د نل‌غځونې او رنګمالۍ اړوند کارونه یې بشپړ شوي دي.

د کور او ښار جوړولو ریاست د رغنیزو پروژو د کیفیت د تضمین او معیاري تطبیق په موخه د دوامدارې څارنې پر اهمیت ټینګار کوي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۵:۳۱
Background image

په سرپل ولایت کې د ولایتي روغتون د رغنیزو چارو له روان بهیر څخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۲/۲۷

د سرپل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د ولایتي روغتون د رغنیزې پروژې له روانو چارو څخه څارنه ترسره کړه.

د څارنې پر مهال څرګنده شوه چې قراردادي شرکت خپلې چارې د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۴:۴۹
Background image

د پکتیا ولایت د روحاني بابا ولسوالۍ د اداري ودانۍ له ودانیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۲/۲۷

د پکتیا ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د روحاني بابا ولسوالۍ د اداري ودانۍ د ودانیزې پروژې له روانو چارو څخه څارنه ترسره کړه.

د څارنې پر مهال د پروژې په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۳:۱۲
Background image

په بغلان ولایت کې د راستنېدونکو مهاجرینو د ښارګوټي د توپوګرافي سروې چارې بشپړې شوې

۱۴۴۷/۱۲/۲۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای ایس ریاست تخنیکي او مسلکي ټیم له لوري د بغلان ولایت د ډنډغوري ولسوالۍ اړوند د راستنېدونکو مهاجرینو د ښارګوټي د لومړۍ پراختیايي برخې. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت