سرپل ولایت کې د خپلو سرو او غیرې قانوني هستوګنیزو ودانیو له جوړېدو مخنیوی وشو

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۲/۸ - ۱۲:۲۲
انځور

۱۴۴۵/۱۰/۱۸
د کور او ښار جوړولو وزارت هېچا ته اجازه نه ورکوي چې په خپل سر او غیر قانوني توګه په ښاري پراختیا او ودانیزو چارو لاس پورې کړې.
سرپل ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس ملا محمد نور نورزاد وایي، هېچا ته به د خپلو سرو او غیرې قانوني ودانیو د جوړولو اجازه ورنه کړي.
ښاغلی مولوي نورزاد وایي، د ریاست اړوند تخنیکي ټيم یې په دغه ولایت کې د یو شمېر خپل سرو او غیرې قانوني ودانیو له جوړېدو مخنیوی وکړ.
د نوموړي په خبره، سرپل ولایت کې یې د ګڼو هستوګنیزو ساختماني چارو څارنه کړې، او د هغو ودانیو چارې یې ځنډولې دي چې د کار جواز نه لري، ویزه (تائید) شوې نقشې نه لري او هغه چې نورې قانوني نېمګړتیاوې لري.
د کور او ښار جوړولو وزارت تخنیکي ټیمونه په مرکز او ولایتونو کې د ټولو هغو غیرې قانوني او خپل سرو ودانیو مخنیوی کوي، چې د کار جواز ونه لري، غیرپلاني ساحه کې وي او یا هم د ویزه شوې نقشې خلاف ساختماني چارې ترسره کوي.

ښاغلی مولوي حمدالله نعماني

 

5 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
wazir-image-new

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۷ - ۱۰:۴
Background image

په سرپل ولایت کې د افغانستان بانک د میلمستون له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۵/۱۱/۷

د سرپل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس ملا محمد نور نورزاد وايي، د دې ریاست د مسلکي ټيم لخوا د افغانستان بانک اړوند د یو میلمستون له ودانیزو چارو څارنه تر سره شوه.. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۶ - ۱۵:۴۵
Background image

د کور او ښار جوړولو وزیر د پکتیا له ولسي خلکو سره وکتل

۱۴۴۵/۱۱/۰۶

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني، په خپل کاري دفتر کې د پکتیا ولسي خلکو سره وکتل او پر یو شمېر موضوعاتو یې خبرې اترې وکړې.

په پیل کې، د پکتیا. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۶ - ۱۵:۴۱
Background image

د پروان ولایت د مرکز لپاره د ښاري پلان تخنیکي سروې وشوه

۱۴۴۵/۱۱/۶

په پام کې ده چې سږ کال د کور او ښار جوړولو وزارت د هر ولایت د څلور څلور ولسوالیو لپاره د پلانونو جوړولو سربېره د هر ښار سروې ترسره کړي، چې په همدې لړ کې د پروان ولایت د امام. . .

BACK TO NEWS