د نوي کابل ښار د عمومي سل متره سړک سروې پیل شوه
۱۴۴۵/۱۰/۲۰
په نوي کابل ښار کې د عمومي سړک د چارو پیلولو په موخه یې توپوګرافي سروې پیل شوه.
د کور او ښار جوړولو وزارت د نوي کابل ښار د پراختیا ریاست مسؤلین وایي، د کابل - بګرام د دویم سړک د جوړولو چارې پیل شوې، چې دمګړۍ یې دوی د توپوګرافي سروې روانه کړې ده.
د نوي کابل ښار عمومي سړک، د کابل - بګرام دویم سړک چې شاوخوا دیرش کیلو متره اوږدوالی او سل متره پلنوالی لري، چې اوسمهال یې د سروې امریت له لوري لومړنۍ چارې روانې دي.
د نوي کابل ښار د پراختیا ریاست مسؤلین وايي، دا چې یاد سړک د نوي کابل ښار د اساسي سړکونو څخه دی، اوسمهال یې توپوګرافۍ سروې پیل شوې، چې د لومړۍ برخې هغه یې بشپړه شوې ده.
مسؤلین وایي، د دغه سړک یولس کیلو مټره توپوګرافي سروې یې بشپړه کړې چې په وینا یي د دې برخې بودیجه هم ځانګړې شوې ده.
د کور او ښار جوړولو وزارت هڅې پیل کړي چې د نوي کابل ښار لومړۍ درجه بیخ بناء چارې پیل او سرته ورسوي، تر څو پانګوالو ته د کار کولو اسانتیا نوره هم زیاته شي.