د عصري ټکنالوژۍ په پلي کېدو سره د خلکو د خدمتونو وړاندې کولو بهیر لا چټکېږي

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۵:۵۴
عصري نکنالوژي

۲۱/۲/۱۴۴۸

د کور او ښار جوړولو وزارت د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست له لوري، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د سیسټم‌سازۍ د ښوونیزې څانګې په همکارۍ، د اداري مکتوبونو او اسنادو د مدیریت سیسټم په اړه ښوونیز او معلوماتي پروګرام ترسره شو.

په دغه پروګرام کې د کور او ښار جوړولو وزارت د مالي او اداري چارو محترم معین مولوي محمد رباني ناصح، د ښاري چارو محترم معین شیخ مدارعلي کریمي بامیاني، د مسکن ودانیزو چارو او د برنامو د پراختیا محترم  معین الحاج مولوي ګل زرین صابر، د وزارت رئیسانو، انجنیرانو او اجرائیوي مدیرانو ګډون کړی و.

د غونډې په ترڅ کې د ښاري چارو محترم معین شیخ مدارعلي کریمي بامیاني وویل، د خلکو د خدمتونو د چټکې، اغېزمنې او معیاري وړاندې کولو لپاره د عصري ټکنالوژۍ کارول د دولتي ادارو له مهمو اړتیاوو او اساسي مسئولیتونو څخه دي.

نوموړي زیاته کړه، نننۍ نړۍ د معلوماتي ټکنالوژۍ پر بنسټ پرمختګ کوي او ډېری هېوادونه په دې برخه کې د پام وړ لاسته راوړنې لري؛ له همدې امله اړینه ده چې موږ هم د خپلو اداري چارو د لا ښه والي او د خدمتونو د کیفیت د لوړولو لپاره له عصري ټکنالوژۍ څخه اغېزمنه ګټه واخلو.

ښاغلي بامیاني همداراز څرګنده کړه، چې دودیز او کاغذي اداري سیسټمونه د اوسنیو اړتیاوو د پوره کولو وړتیا نه لري، نو د وخت غوښتنه دا ده چې د ادارو په ورځنیو چارو کې له برېښنايي او عصري سیسټمونو څخه استفاده وشي، ترڅو چارې په چټکۍ، روڼتیا او لوړ کیفیت سره ترسره شي.

ورپسې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د اداري مکتوبونو او اسنادو د مدیریت سیسټم د ښوونیزې برخې مسئول محترم عبیدالله داودزي او د هغه همکارانو د برېښنايي وارده او صادره مکتوبونو د سیسټم، د مکتوبونو او استعلامونو د برېښنايي لېږد څرنګوالي او د دغه سیسټم د موخو او ګټو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.

دوی ډاډ څرګند کړ، چې په نږدې راتلونکي کې به د دولتي ادارو ترمنځ د مکتوبونو او استعلامونو د لېږد بهیر په بشپړه توګه برېښنايي او عصري شي، چې په پایله کې به اداري چارې لا چټکې، منظمې او اغېزمنې شي.

د پروګرام په پای کې د ګډونوالو پوښتنو ته د ښوونیزې ډلې له لوري لازم ځوابونه وړاندې شول او پرېکړه وشوه، چې د مکتوبونو او استعلامونو د برېښنايي لېږد اړوند د اړتیا وړ نورو موضوعاتو په اړه به د کور او ښار جوړولو وزارت د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست له خوا د وزارت اړوندو ریاستونو ته جلا روزنیز پروګرامونه هم جوړ او وړاندې شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۵ - ۱۲:۴۱
Background image

د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله په حکم د راستنېدونکو مهاجرینو د مېشتېدنې لپاره نږدې ۲۴ څلرویشت زره جریبه امارتي ځمکه ځانګړې شوه

۱۴۴۸/۳/۱۳

د عاليقدر امیرالمؤمنین شیخ القرآن والحدیث مولوي هبة‌الله اخندزاده حفظه‌الله تعالی و رعاه د پنځو بېلابېلو حکمونو له مخې، د هېواد په پنځو ولایتونو؛ ننګرهار، هلمند، نیمروز، فراه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۵ - ۱۲:۲۵
Background image

د سایبري امنیت د پیاوړتیا په موخه د اړوندو ادارو ګډه تخنیکي ناسته وشوه

۱۴۴۸/۳/۱۳

د اسلامي امارت د وزیرانو شورا د وړاندیز له مخې، د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني په مشرۍ، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت، کورنیو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۵ - ۱۱:۶
Background image

د کابل ولایت سروبي ولسوالۍ کې د تېلو ټانک د جوړولو په موخه توپوګرافي سروې بشپړه شوه

۱۴۴۸/۳/۱۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای ایس ریاست تخنیکي ټیم د کابل ولایت د سروبي ولسوالۍ اړوند د تنګي غارو په سیمه کې د یوه باب تېلو ټانک د جوړولو لپاره د ځمکې توپوګرافي. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت