د کور او ښار جوړولو وزارت نږدې پنځه نیم سوه نوي کار کوونکي د ازادو سیالیو له لارې وګمارل

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۳ - ۹:۱
picture

۱۴۴۵/۱۰/۲۳

د کور او ښار جوړولو وزارت تر دې دمه په تخصصي خالي بستونو کې د ازادو سیالیو له لارې نږدې پنځه نیم سوه کسان په دندو وګمارل.

د کور او ښار جوړولو وزارت د بشري سرچینو ریاست محترم رئیس مولوي محمد هارون صدیقي وایي په ۱۴۰۲ کال کې یې په اوو پړاونو کې د (۵۳۹) تخصصي خالي بستونو ازموینه اخیستې، چې بستونه د ټولنیزو رسنیو له لارې اعلان ته ورکړل شوي وو او له مخې یې وړ او اهل کسان استخدام شول.

د کور او ښار جوړولو وزارت په مرکز کابل او ولایتونو کې د اداري اصلاحاتو محترمې ادارې په همکارۍ او وړ کسانو ته د کار سپارلو په موخه په رڼا بڼه برېښنایي ازموینه واخیسته.

د کور او ښار جوړولو وزارت په روان ۱۴۰۳ کال کې هم هوډ لري چې تخصصي خالي بستونه د ازادو سیالیو له لارې وړ او اهل کسانو ته وسپاري، تر څو خلکو ته د کار کولو زمینه برابره شي او د چارو واګي د مستحق کسانو په واک کې شي.

ښاغلی مولوي حمدالله نعماني

 

5 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
wazir-image-new

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۷ - ۱۰:۴
Background image

په سرپل ولایت کې د افغانستان بانک د میلمستون له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۵/۱۱/۷

د سرپل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس ملا محمد نور نورزاد وايي، د دې ریاست د مسلکي ټيم لخوا د افغانستان بانک اړوند د یو میلمستون له ودانیزو چارو څارنه تر سره شوه.. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۶ - ۱۵:۴۵
Background image

د کور او ښار جوړولو وزیر د پکتیا له ولسي خلکو سره وکتل

۱۴۴۵/۱۱/۰۶

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني، په خپل کاري دفتر کې د پکتیا ولسي خلکو سره وکتل او پر یو شمېر موضوعاتو یې خبرې اترې وکړې.

په پیل کې، د پکتیا. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۶ - ۱۵:۴۱
Background image

د پروان ولایت د مرکز لپاره د ښاري پلان تخنیکي سروې وشوه

۱۴۴۵/۱۱/۶

په پام کې ده چې سږ کال د کور او ښار جوړولو وزارت د هر ولایت د څلور څلور ولسوالیو لپاره د پلانونو جوړولو سربېره د هر ښار سروې ترسره کړي، چې په همدې لړ کې د پروان ولایت د امام. . .

BACK TO NEWS