د ښاري نقشو د ویزه کولو کمېسیون د تېلو پمپ سټېشنونو تخنیکي مسایل وڅېړل

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۷ - ۱۱:۳۳
انځور

۱۴۴۵/۱۰/۲۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د پخوانیو ښارونو د ساتنې ریاست محترم رئیس محمود جان دوست په مشرۍ د ښاري نقشو د ویزه کولو کمېسیون، ناسته وکړه.

په دغه ناسته کې، د هغه یو شمېر تېلو پمپ سټېشنونو د تخنیکي مسایلو، اسنادو او سوابقو په اړه هر اړخیز بحث وشو، چې د اړوندو ادارو څخه را استول شوي وو.

د ناستې په پایله کې، د ځینو هغه پمپ سټېشنونو چې اسناد یې بشپړ کړي، تائید شول او ځینې نور بیا چې تخنیکي نیمګړتیاوې یې درلودې، نورو ناستو ته وځنډول شول ترڅو اسناد بشپړ کړي.

دغه راز، په یاده ناسته کې د څو هستوګنیزو نمرو پر تعدیل خبرې وشوې سوداګریزو نمرو ته چې په تړاو یې اړوندو څانګو ته لازمې لارښوونې وشوې.

په ورته وخت کې، ټینګار وشو چې د تېلو د پمپ سټېشنونو مالکان دې د فعالیت په موده کې نافذه قوانین او مقررې په پام کې ونیسي، تر څو په راتلونکي کې له ستونزو سره مخامخ نه شي

ښاغلی مولوي حمدالله نعماني

 

5 میاشتې 4 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
wazir-image-new

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۳۰ - ۱۰:۴۵
Background image

له دې وروسته به د غزني په مقر او اندړو ولسوالیو کې منظمه ښاري پراختیا رامنځته شي

۱۴۴۵/۱۱/۱۰

غزني کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي بلال متقي وایي، هڅې یې پیل کړي چې د مرکزي ښار ترڅنګ په ولسوالیو کې هم د غیرې منظمې او غیر پلاني ښاري ودې او پراختیا مخنیوی. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۳۰ - ۱۰:۳۰
Background image

د سرپناه او ښاري پراختیا برخه کې د پانګونې پر څرنګوالي خبرې وشوې

۱۴۴۵/۱۱/۱۰

دا چې سرتاسري امنیت خوندي شوی او د پانګونې لپاره بستر هوار شوی، ټول داخلي او بهرني پانګوال کولای شي افغانستان کې بېلا بېلو برخو او په ځانګړې توګه د سرپناه، ښارګوټو او ښاري. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۳۰ - ۹:۷
Background image

د لیلې دښتې د شهیدانو د مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۵/۱۱/۹

جوزجان ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس ملا عبدالله فیضان وايي، د دې ریاست تخنیکي ټيم د لیلې دښتې د شهیدانو د مسجد شریف له ودانیزو چاروڅارنه وکړه.

ښاغلي ملا. . .

BACK TO NEWS