د هلمند ولایت د نهر سراج ولسوالۍ به په څلور ورځو کې سروې شي

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۹ - ۱۵:۱۷
picture

۱۴۴۵/۱۰/۰۸

د کور او ښار جوړولو وزارت هڅې پیل کړي چې د هېواد په کچه ټولو ولایتونو او ولسوالیو کې د غیر پلانې ودې او پراختیا مخنیوی وکړي او ښاري نظم رامنځته کړي.

همدې موخې ته د رسېدو په پار د کور او ښار جوړولو وزارت د هېواد په کچه ټولو ښارونو، ولسوالیو او د اړتیا وړ ځایونو ته بېلا بېل پلانونه جوړوي.

د پلانونو جوړولو په لړ کې دا ځل په پام کې ده چې د هلمند ولایت د نهر سراج ولسوالۍ لپاره تفصیلي پلان جوړ شي.

هلمند کې د کور او ښار جوړولو محترم رئیس مولوي نېک محمد وایي، د نهر سراج ولسوالۍ د تفصیلي پلان جوړولو لپاره به د توپوګرافي سروې چارې په څلورو ورځو کې سرته ورسوي.

نوموړی وایي، د سروې تخنيکي ټیم یې د نهر سراج ولسوالۍ لپاره توپوګرافي سروې پیل او ټاکل شوې چې راتلونکې شنبې ورځ به یې پای ته ورسوي.

د توپوګرافې سروې د چارو تر بشپړېدا وروسته به د وروستیو کړنو په موخه د مهندسۍ او انجنيرۍ آمریت ته د پلان جوړولو لپاره وړاندې شي.

ټاکل شوې چې روان کال به د هلمند ولايت دکور او ښار جوړولو محترم ریاست د خپل کاري کلني پلان له مخې د دغه ولایت د څلورو ولسواليو لپاره ماسټر پلان او تفصيلي پلانونه جوړ کړي.

ښاغلی مولوي حمدالله نعماني

 

6 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
wazir-image-new

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۳/۱ - ۹:۳۷
Background image

دغزني ولایت په جاغوري ولسوالۍ کې د روغتیايي کلینیک خط اچونه تر سره شوه

۱۴۴۵/۱۱/۱۲

د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نور ولي بلال متقي وايي، د دې ریاست انجنیرانو په  جاغوري ولسوالۍ کې د یو روغتیايي کلینیک د ودانۍ د تعمیر لپاره خط. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۳/۱ - ۹:۱۷
Background image

د جمهوریت روغتون له رغنیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۵/۱۱/۱۱

له هغې ورځې چې د جمهوریت روغتون د ریفورم او بیارغونې چارې پیل شوې، د کور او ښار جوړولو وزارت یې له چارو څارنه کوي.

د کور او ښار جوړولو وزارت د مسکن، ودانیزو چارو او د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۳/۱ - ۹:۳
Background image

په هلمند ولایت کې د یتیمانو د ښار ګوټي توپوګرافي سروې تر سره شوه

۱۴۴۵/۱۱/۱۱

د هلمند ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نیک محمد وايي، د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم مقام په هدایت په ګرشک ولسوالۍ کې د یتیمانو د ښارګوټي د هستوګنیزو. . .

BACK TO NEWS