د دارالامان اداري کمپلکس پروګرام

sakina_admin
Darulaman

Due

-

افغان حکومت خلکو ته د چټکو، غوره، اسانه او ښو خدماتو د وړاندې کولو لپاره په هېواد کې د اداري کمپلکسونو د جوړولو چارې پیل کړي.

د ښارجوړلو او ځمکو وزارت د اداري کمپلکس د پروګرام په لړ کې لومړی د کابل ښار ګڼو دولتي ادارو لپاره د لوړو انجينري او مهندسي معيارونو په پام کې نيولو سره د يو کمپلکس پر جوړولو پيل کړی.

د دارالمان اداري کمپلکس چې ۱۰۰ هکتاره ځمکه ورته ځانګړې شوې پکې  ۳۱ اداري ودانۍ، ۱۸ وزارتونو، ۱۰ خپلواکې ادارو او ۳ دولتي بانکونو لپاره ودانۍ په پام کې نیول شوي دي چې په عصري او معیاري بڼه به جوړې شي.

د دارالمان اداري کمپلکس د زيربنا چارې په ۱۳۹۷م لمریز کال کې پیل شوې، چې ساختماني کارونه به یې په درې کلونو کې بشپړ او ګټې اخیستنې ته به و سپارل شي. د دې بنسټیزې پروژې په بشپړېدو سره به د حکومت سکتوري بنسټونو ترمنځ همغږي لا پیاوړې شي، د کارکونکو لپاره به مناسبه کاري فضا رامنځته او هېوادوالو ته به اسانه او په شفاف ډول خدمات وړاندې شي.

ښاغلی مولوي حمدالله نعماني

 

5 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
wazir-image-new