د تخار ولایت د تالقان ښار د ستراتیژیک پلان د بیاکتنې طرحه د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر له لوري لاسلیک او منظور شوه

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۱۱:۵۵
تالقان تخار

۱۴۴۸/۱/۲۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني له لوري د تخار ولایت د تالقان ښار د ستراتیژیک پلان د بیاکتنې طرحه تر دقیقې ارزونې وروسته لاسلیک او منظور شوه.

یاده طرحه، د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري مطالعاتو او ملي جامع پلانونو ریاست د تخنیکي ټیم له لوري، د تالقان ښار د ښاري پراختیا، د غیرمعیاري پراختیا د مخنیوي او د راتلونکې ښاري ودې د مدیریت په موخه، د اړوندو ادارو په همغږۍ ترتیب شوې ده.

د تخنیکي مطالعاتو له مخې، د تالقان ښار د ستراتیژیک پلان د بیاکتنې په ترڅ کې د ښار د راتلونکې پراختیا لپاره د ښاري اړتیاوو، نفوسو ودې او د کرنیزو ځمکو د ساتنې په پام کې نیولو سره په شمالي، سویلي او ختیځو برخو کې ځانګړي او زون‌بندي شوی دی، ترڅو د ښار د افقي پراختیا مخنیوی وشي او د ځمکو اغېزمنه کارونه ترسره شي.

همدارنګه په دې طرحه کې، د راتلونکو کلونو لپاره د ښار د نفوسو تراکم د مدیریت، د اقتصادي او ټولنیزو فعالیتونو د اساسي محورونو، د ښاري چارو د تنظیم او د فرعي اقتصادي مرکزونو د تثبیت لپاره لازمې تخنیکي لارښوونې په پام کې نیول شوې دي.

د یادونې وړ ده، چې د تالقان ښار د ستراتیژیک پلان د بیاکتنې طرحه له بشپړ تشریحي راپور سره یوځای ترتیب شوې او د نافذه قوانینو او مقرراتو له مخې به، د راتلونکو تفصیلي او تطبیقي پلانونو د چمتو کولو بنسټ وګرځي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۵۴
Background image

په کونړ کې د مهاجرینو لپاره د دوهم ښارګوټي تفصیلي پلان بشپړ او د ځمکو د نمرو د وېش لړۍ پیل شوه

۱۴۴۸/۳/۹

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني کونړ ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د سرکاڼو ولسوالۍ د پشد سیمې په نوي پلان شوي ښارګوټي کې راستنېدونکو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۳۹
Background image

په فراه کې د مهاجرینو ښارګوټي توپوګرافي سروې بشپړه شوه

۱۴۴۸/۳/۹

د کور او ښار جوړولو  وزارت د سروې او جي ای ایس ریاست تخنیکي ټیم د فراه ولایت د فراهرود ولسوالۍ اړوند د مهاجرینو ښارګوټي د ځمکې توپوګرافي سروې په بریالیتوب سره بشپړه کړه.

یاده. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۰:۲۷
Background image

د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم د استقلال ښارګوټي له ساختماني چارو څارنه وکړه

۱۴۴۸/۳/۹

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت د کنټرول، ښاري سرغړونو ته د رسېدنې او لابراتوار عمومي ریاست د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم د استقلال ښارګوټي د پروژې له ساختماني چارو څخه. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

9 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت