په غزني ولایت کې د مسجد شریف د ودانیزو چارو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه
۱۴۴۷/۱۲/۲۳
د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د تخنیکي ټیم له لوري د اندړو ولسوالۍ د مسجد شریف د روانو ودانیزو چارو له بهیر څخه څارنه او لیدنه ترسره شوه.
د څارنې پر مهال د پروژې د پرمختګ، د کار د کیفیت او د انجینري معیارونو د تطبیق وضعیت له نږدې وڅارل شو او د چارو عمومي بهیر وارزول شو.
دا مهال د یادې پروژې په ساحه کې د ودانیزو کارونو بېلابېلې برخې روانې دي، چې پکې د جنوبي منار د څلورم منزل د کاشي کارۍ چارې، د سطحې اوبو د انتقال په موخه د جویچو د کیندنې کارونه، او د ترسره شویو کانکریټي برخو د کیفیت د ساتنې په موخه د اوبو ورکولو (کیورینګ) چارې شاملې دي.
د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د پروژې د کیفیت د ښه والي او معیاري تطبیق په موخه اړوند مسؤلینو ته لازمې تخنیکي سپارښتنې وړاندې کړې، ترڅو ټولې چارې د منظور شوو نقشو او انجینري معیارونو سره سم پرمخ یووړل شي.
د یادونې وړ ده چې د مسجد شریف د ودانیزې پروژې چارې د ولایت په کچه له مهمو پروژو څخه شمېرل کېږي، چې د بشپړېدو په صورت کې به د سیمې د دیني او ټولنیزو اړتیاوو په پوره کولو کې مهم رول ولري.
