په انجیل ولسوالۍ کې ۲۲۲ غیر رسمي کورونو ته د ملکیت سندونه توزیع شول
ښارجوړولو او ځمکو وزارت د غیر رسمي ښاري سیمو د ثبت په لړ کې د هرات ولایت په انجیل ولسوالۍ کې ۲۲۲ غیر رسمي کورونو ته د ملکیت سندونه وویشل.
په تېرو دوو کلنو کې، په ټولیز ډول د هرات ښار په مرکز او انجیل ولسوالۍ کې ۴۳۰۶ کورونو ته د ملکیت سندونه توزیع شوي دي.
ښارجوړولو او ځمکو په ورستیو دوو کلنو کې د کابل، هرات، مزارشریف، جلال اباد، کندهار، فراه، بامیان او نیلي ښارونو په غیر رسمي سیمو کې د ملکیتونو د مصئونیت او د رسمي او غیر رسمي سیمو ترمنځ د تبعیض لمنځه وړولو په موخه ۳۰ زره د ملکیت سندونه توزیع کړي دي.
###