په هرات ښار کې ۴۳۰۶ د ملکیت سندونه توزیع شول

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۳۹۹/۵/۱۳ - ۱۵:۳۱
هرات

د غیر رسمي ښاري سیمو د ثبت پروګرام د تطبیق په دوام کې، په دې وروستیو کې د هرات ښار غیر رسمي سیمو اوسېدونکو ته ۴۳۰۶ د ملکیت سندونه توزیع شول.

د غیر رسمي سیمو د ثبت لړۍ له دوو کلونو را پدې خوا په کابل، هرات، مزار شریف، جلال اباد، کندهار، فراه، بامیان او نیلي ښارونو کې جریان لري او تر اوسه څه باندې ۸۰۰ زره غیر رسمي کورونه ثبت شوي او د دې سیمو اوسېدونکو ته ۳۰ زره د ملکیت سندونه توزیع شوي دي.

ښار جوړولو او ځمکو وزارت په پام کې لري د روان کال تر پایه، یو میلیون کورونه ثبت کړي او ۱۳۰ غیر رسمي کورونو ته د ملکیت سندونه توزیع کړي.

###

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۱ - ۱۳:۵۸
Background image

په ختیځ زون کې د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې پنځه ورځنی ورکشاپ پیل شو

۱۴۴۷/۰۵/۱۱

د کور او ښار جوړولو وزارت د کارکوونکو د چارو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالولي ارکاني وایي، د ختیځ زون ولایتونو (ننګرهار، لغمان، کنړ او نورستان) د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۱ - ۱۳:۴۰
Background image

په فاریاب ولایت کې د ګرزیوان ولسوالۍ د نجونو د منځني ښوونځي له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۵/۱۱

د فاریاب ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست مسؤلین وایي، د یاد ریاست تخنیکي ټیم د ګرزیوان ولسوالۍ د نجونو د منځني ښوونځي د درې ‌صنفه ملحقې ودانۍ د کارونو د څارنې بهیر ترسره کړ.. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۰ - ۱۵:۱۳
Background image

بېلابېلو ولایتونو کې د مهاجرینو د ښارګوټو د خط‌ اچونې بهیر، عام المنفعه تأسیساتو جوړول او د نمرو د‌ وېش چارې دوام لري

۱۴۴۷/۰۵/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت چې د اسکان دایمي کمېټې مشري په غاړه لري، په بېلا بېلو ولایتونو کې یې د تفصیلي پلانونو پر اساس د مهاجرینو د ښارګوټو د خط‌ اچونې بهیر، د عام المنفعه. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

6 ورځې 6 ساعتونه ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت