په کابل کې د سرې میاشتې ښارګوټي غیر قانوني ودانۍ او ښاري تخلفات وڅارل شول

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۱:۱۴
سرې میاشتی ښارګوټی

۱۴۴۷/۰۶/۱۱

د کور او ښار جوړولو وزارت، له ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست په لارښوونه، د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست د کابل ښار د پنځمې ناحیې د سرې میاشتې ښارګوټي اړوند ښاري تخلفات په نښه کړل.

د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست محترم رئیس انجنیر احمد جاهد شهاب لېوال وايي، د دې ریاست تخنیکي ټیم د عامه پوهاوي امریت او تخنیکي ټیم له خوا د ساحوي څارنې پر مهال څرګنده شوه چې په ښارګوټي کې یو شمېر ودانیز فعالیتونه د منظور شوو پلانونو په خلاف د خپل ‌سري نقشو له مخې روان وو.

ښاغلی شهاب لېوال وایي، د سروې پر مهال څرګنده شوه چې ځینې ودانۍ د درې‌ پوړونو پر ځای په شپږ‌ پوړونو کې ودانېدې.

نوموړی وایي، د یادو او نورو تخلفاتو مخنیوی وشو او د تخنیکي ټیم لخوا اړین اقدامات ترسره شول.

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست د ښارونو د منظمو پلانونو او قانون‌ مند چاپېریال ساتلو مسؤل بنسټ دی، چې ټول ښاري فعالیتونه د منظمو نقشو او ملي معیارونو سره سم څاري.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۵:۳۴
Background image

د مهاجرینو په ښارګوټو کې د اوبو او نورو ټولګټو پروژو پر عملي کولو خبرې وشوې

۱۴۴۷/۶/۱۱

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني په مشرۍ، اړمنو مهاجرو کورنیو ته د ځمکو د وېش هیئت خپله نوبتي ناسته وکړه او پر یو شمېر مهمو مواردو یې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۵:۱
Background image

د شیخ زاید ښارګوټي د مسجد شریف د جوړولو تخنیکي اسناد بشپړ شول

۱۴۴۷/۰۶/۱۱

د کور او ښار جوړولو وزارت د مسکن، ودانیزو چارو او د برنامو د پراختیا د معینیت د محترم مرستیال الحاج مولوي ګل زرین صابر تر چتر لاندې د برنامو د انسجام ریاست مسئولین وايي چې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۱:۴۶
Background image

کونړ کې زلزله ځپلو ته د نورو کورونو د جوړولو چارې هم پیل شوې

۱۴۴۷/۶/۱۱

کونړ کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نبي الله طلحه وایي، په دې ولایت کې د زلزله ځپلو کورنیو لپاره د لس بابه نورو کورونو د جوړولو چارې هم پیل شوې.

ښاغلی مولوي. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ میاشت ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت