د کابل ښار د سړکونو سکلیټ بندۍ ماسټر پلان د تخنیکي کمېټې له لوري وروستی شو

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۹/۲۹ - ۹:۲۰
انځور

۱۴۴۵/۰۶/۰۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو محترم مرستیال شیخ مدارعلي کریمي بامیاني په مشرۍ د تخنکي کمېټې له لوري د کابل ښار د سړکونو سکلیټ بندي او ماسټر پلان چارې وروستي پړاو ته ورسېدې.

دغه چاره چې د کابل ښاروالۍ له لوري ترسره شوې وه او د کور او ښار جوړولو وزارت ته یې د تائید په پار را استولې وه، د اړوندې تخنیکي کمېټې د نظریاتو او اصلاحاتو وروسته یې چارې بشپړې او تائید شوې.

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو محترم مرستیال شیخ مدار علي کریمي بامیاني وویل، د کابل ښار د سړکونو سکلیټ بندۍ ماسټر پلان د مهمو ښاري موضوعاتو څخه ده، چې په بشپړ غو راو دقت سره یې ارزونه وشوه او تائید شو.

نوموړي د یاد ماسټر پلان په ښه تطبیق ټینګار وکړ، تر څو وکولای شي کابل ښار کې د ترافیکو ګڼه ګوڼه را کمه کړي او حل لارې پیدا کړي.

یاد ماسټر پلان به د کور او ښآر جوړولو وزارت د محترم مقام له لوري تر تائید وروسته د ریاسة الوزرا محترم عالي مقام ته د منظورۍ په موخه واستول شي، چې تر هغې وروسته به د کابل محترمې ښاروالۍ له لوري پلي شي.

تمه ده چې په پلي کېدا سره به یې په کابل ښار کې د ترافیکي ګڼې ګوڼې شته ستونزې تر یو بریده حل شي.

_____________________

د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، فېسبوک، ټوېټر، ملګري او ویب سایټ له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️

WhatsApp:

https://chat.whatsapp.com/FnOgiA7hU1H3y1w3FrV0uh

Malgari:

https://www.malgari.com/?cache=1673066126#

 YouTube channel:

https://www.youtube.com/

Tel:

https://t.me/mudh_af

Web:

https://mudh.gov.af/dr

FB page:

https://www.facebook.com/profile.php?id=100087195086592

نښه: کابل، درېیم مکروریان، ازادۍ مطبعې او شش درک سړک ته مخامخ، ختیځ لورته د کور او ښار جوړولو وزارت.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۱:۴۸
Background image

د فاریاب ولایت د قیصار ولسوالۍ د اصلاح شوي پلان د سروې چارې پیل شوې

۱۴۴۷/۱۰/۲۹

د فاریاب ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند تخنیکي ټیم د ولایت مقام د هدایت پر بنسټ، قیصار ولسوالۍ ته د اصلاح شوي ښاري پلان د ترتیب په موخه د سروې چارې پیل کړې.

ددغې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۰:۴۹
Background image

د کابل ښار په اتمه ناحیه کې د رحمن مینې اړوند د طلایي ښارګوټي له ښاري تخلفاتو د مخنیوي په موخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۲۹

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي او د ودانیزو پروژو د تطبیق د څار ریاست اړوند تخنیکي ټیمونو له لوري، د دوامدارو نظارتونو په لړ کې د کابل ښار په اتمه ناحیه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۹:۱۳
Background image

د کابل ښار په درېیمه ناحیه کې د ودانیزو چارو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۲۹

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست اړوند د رسېدنې او عامه پوهاوي تخنیکي ټیمونو له لوري، د دوامداره څارنو په لړ کې د کابل ښار د درېیمې ناحیې په بېلابېلو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

5 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت