د شیخ زاید ښارګوټي د مسجد شریف د جوړولو تخنیکي اسناد بشپړ شول
۱۴۴۷/۰۶/۱۱
د کور او ښار جوړولو وزارت د مسکن، ودانیزو چارو او د برنامو د پراختیا د معینیت د محترم مرستیال الحاج مولوي ګل زرین صابر تر چتر لاندې د برنامو د انسجام ریاست مسئولین وايي چې د شیخ زاید ښارګوټي د مسجد شریف د اعمار تخنیکي اسناد بشپړ شوي او اړوندو تدارکاتي مراجعو ته د طی مراحلو لپاره استول شوي دي.
د دې ریاست د راپور له مخې، د یادې پروژې تخنیکي اسناد تازه د برنامو د انسجام ریاست او د ودانیزو تاسیساتو او ودانیو د طرحې او ډیزاین له عمومي ریاست سره په همغږۍ بشپړ شوي دي.
د برنامو د انسجام مسئولین وایي چې د شیخ زاید ښارګوټي د عامه ګټې پروژو د پلان جوړونې بهیر د ۱۴۴۷ هجري قمري کال له پیله شروع شوی او نږدې ۳۵۰ میلیونه افغانۍ د هغو پاتې برخو د بشپړولو لپاره ځانګړې شوي چې مسجد شریف ، روغتون، ښوونځی، مدرسه، تفریحي پارک، وړکتون او نورې اسانتیاوې پکې شاملې دي، له دې جملې مسجد شریف د پروژې مهمه او اصلي برخه ګڼل کېږي.
د مسئولینو په وینا، دا مهال د مسجد شریف د اعمار تخنیکي اسناد بشپړ شوي او پر نورو عام المنفعه پروژو هم د اړوندو ریاستونو له لوري کار روان دی.
مسئولین ټینګار کوي چې د دې پروژو له بشپړېدو وروسته به د شیخ زاید ښارګوټي اوسېدونکي له مهمو عامه خدماتو، په ځانګړي ډول له مسجد شریف څخه چې د دیني او مذهبي چارو لپاره ډېره اړتیا ده، برخمن شي.
د دوی په وینا، د دغو پروژو پلي کېدل به د ښارګوټي د خلکو د ژوند د کیفیت په لوړولو او د عامه خدماتو په اسانه ترلاسه کولو کې مهم رول ولوبوي.
