بلخ ولایت کې د ښاري سرغړونو مخنیوي په تړاو ناسته وشوه

۱۴۴۶/۶/۶
د کور او ښار جوړولو له وزارت تللي هیئت په بلخ ولایت کې د ولایت د محترم مقام له رهبري او د دغه ولایت د ښاروالۍ له محترمو استازو سره ناسته وکړه او د ښاري سرغړونو پېژندلو او مخنیوي په تړاو یې خبرې وکړې.
د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، تللي هیئت د ښاروالۍ له استازو سره په کاري استقامت د ښاروالۍ او د کور او ښار جوړولو ریاست ترمنځ د چارو په تفکیک، همغږۍ او لا زیاتې همکارۍ خبرې وکړې.
موخه دا ده چې ژر تر ژره په ښارونو کې د ښاري سرغړونو مخنیوی وشي او یوه منظمه ښاري پراختیا رامنځته شي.
د کور او ښار جوړولو وزارت له ټولو محترمو ښاروالیو او درنو هېوادوالو غواړي چې په ټولو برخو کې ښاري پلانونه په پام کې ونیسي، د ښاري سرغړونو مخنیوی وکړي او له سرغړونو ډډه وکړي.