په فراه ولایت کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي په موخه د باغ پل ساحه وڅېړل شوه
۱۴۴۷/۱۲/۲۳
د فراه ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د ښاري تخلفاتو د مخنیوي تخنیکي ټیم له لوري د فراه ښار اړوند د باغ پل ساحه تر څارنې او ارزونې لاندې ونیول شوه.
یاده ارزونه د دې لپاره ترسره شوه، څو د منظور شویو ښاري پلانونو خلاف، له نقشې او قانوني اجازې پرته د ودانیزو فعالیتونو مخه ونیول شي او ښاري نظم خوندي پاتې شي.
د څارنې پر مهال د سیمې له بېلابېلو برخو څخه لیدنه وشوه او د ودانیو مالکانو او جوړوونکو ته د تخنیکي اصولو د مراعات، د تفصیلي پلانونو د تطبیق او د قانوني اجازو د ترلاسه کولو په اړه لازمې سپارښتنې وشوې.
همدارنګه ټینګار وشو، هغه ودانیز فعالیتونه چې له قانوني پړاوونو او ښاري اصولو پرته ترسره کېږي، ښاري تخلف ګڼل کېږي او له قانوني چلند سره به مخ شي.
د کور او ښار جوړولو وزارت تخنیکي ټیمونه په مرکز او ولایتونو کې د ښاري سیمو د منظمې پراختیا، د ښاري اصولو د پلي کېدو او د غیرقانوني ودانیزو فعالیتونو د مخنیوي په موخه خپلې څارنې او ارزونې په دوامداره توګه ترسره کوي.
