بلخ کې د خواجه ابو نصر پارسا تاریخي جومات د بیارغونې او پراختیايي پروژو له بهیر څخه ګډ نظارت ترسره شو

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۱۰:۱۰
بلخ

۱۴۴۷/۱۲/۰۷

د بلخ ولایت په بلخ ولسوالی کې د خواجه ابو نصر پارسا تاریخي جومات د بیارغونې او پراختیايي پروژو له روانو چارو څخه د یوې ګډې نظارتي ډلې له لوري ساحوي څارنه ترسره شوه.

دغه ګډ هیئت د بلخ ولایت محترم مقام، د کور او ښار جوړولو محترم ریاست، د مزارشریف محترمه ښاروالۍ، د ارشاد، حج او اوقافو محترم ریاست، د اطلاعاتو او کلتور محترم ریاست او د بلخ ولسوالۍ د ښاروالۍ د استازو په ګډون جوړ شوی و، چې د پروژې له مختلفو برخو یې له نږدې لیدنه وکړه.

د څارنې پر مهال د مسجد شریف د ترمیم او بیا رغونې، د مدرسې د ودانۍ، د اودسو د ځای او د جومات لوېدیځ لوري ته د سړک جوړولو له چارو څخه ارزونه وشوه او د کار د کیفیت، تخنیکي معیارونو او د منظور شوو پلانونو پر تطبیق ټینګار وشو.

د هیئت غړو د پروژو له پرمختګ څخه د خوښۍ ترڅنګ سپارښتنه وکړه چې د کار کیفیت، شفافیت او د تاریخي او فرهنګي ارزښتونو ساتنه دې په جدي ډول رعایت شي.

په پای کې د ګډ هیئت له لوري د یادو پروژو د دوامداره نظارت او ملاتړ ژمنه وشوه، او دا چارې یې د سیمې د فرهنګي میراث د ساتنې او د عامه اسانتیاوو د ښه والي لپاره مهمې وبللې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۱۶:۰
Background image

د عصري ښاري پراختیا پر لور بل مهم ګام؛ د خوست نادرشاه کوټ ولسوالۍ تفصیلي پلان منظور شو

۱۴۴۷/۱۲/۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر، الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، له لوري د خوست ولایت د نادرشاه کوټ ولسوالۍ اړوند تفصیلي پلان له تخنیکي ارزونې وروسته منظور شو.

یاد. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۱۵:۵۵
Background image

د کونړ زلزله‌ځپلو لپاره د ۱۵۱۱ نمرې لرونکي ښارګوټي تفصیلي پلان منظور شو

۱۴۴۷/۱۲/۷

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر، الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، د کونړ ولایت زلزله‌ځپلو لپاره د ځانګړي ښارګوټي تفصیلي پلان تائید او لاسلیک کړ.

دغه پلان د ښاغلي وزیر. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۱۴:۳۳
Background image

کابل ښار کې د لوړو ودانیو په لاندې پوړ کې د موټرو تم‌ ځایونو د ظرفیت ارزونې لپاره پلاوی وګومارل شو

۱۴۴۷/۱۲/۰۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو د محترم معین شیخ مدار علي کریمي بامیاني په مشرۍ په هغې غونډه کې چې د مالیې، ترانسپورټ، اقتصاد، کور او ښار جوړولو وزارتونو، کابل ښاروالۍ. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

6 میاشتې 4 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت