بېجینګ – ننګرهار شرکت ته د نږدې ۲۱۶ میلیونه ډالرو پانګونې په موخه د ځمکې سپارلو هوکړه لیک لاسلیک شو

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۲/۸ - ۱۴:۵۱
sferw

۱۴۴۳/۰۹/۲۷

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت لخوا د کابل ده سبز په پېروزي ښارګوټي پروژې ختیځه برخه کې بېجینګ – ننګرهار د ساختماني موادو د تولید شرکت ته ۶۵۰ جریبه ځمکې د سپارلو هوکړه لیک لاسلیک شو.

په دغه مراسمو کې د ا.ا.ا د ریاسة الوزرا اقتصادي مرستیال او د اقتصادي کمېسیون مشر محترم ملا عبدالغني برادر ، د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست محترم مولوي حمد الله نعماني ، د یاد وزارت مالي او اداري مرستیال محترم حافظ محمد امین فاروقي ، د بېجینګ – ننګرهار ساختماني موادو د تولید شرکت مسؤلینو او یو شمېر نورو مهمو کسانو ګډون کړی وو.

په غونډه کې لومړی د پېروزي پروژې مسؤل انجنیر عبید الرحمن حقیار د پېروزي ښارګوټي پروژې په تړاو بشپړ معلومات وړاندې کړل او په ختیځه برخه کې یې چینایي پانګوالو ته د پانګونې په موخه د ۶۵۰ جریبه ځمکې د ورکړې په اړه ګډونوالو ته وضاحت ورکړ چې په یاده ځمکه کې به نږدې ۲۱۶ میلیونه امریکایي ډالره پانګونه کېږي.

ورپسې د ا.ا.ا د ریاسة الوزرا اقتصادي مرستیال ښاغلي ملا عبدالغني برادر وینا وکړه او خوښي یې وشوده چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په هڅو د هېواد بیارغونې برخه کې یو بل مهم ګام اخیستل کېږي.

ملا برادر یادونه وکړه چې اقتصادي کمېسیون هڅې پیل کړي د هېواد بیارغونې او اقتصادي ودې برخه کې لا زیاتې اسانتیاوې رامنځته کړي او زمینه برابره کړي چې ملي او نړیوال پانګوال پانګونه وکړي.

نوموړي له ټولو ملي او نړیوالو پانګوالو او سوداګرو وغوښتل چې په افغانستان کې پانګونه وکړي او ډاډ یې ورکړ چې د هغوی د سر او مال خونديتوب په موخه به همکاري کوي او لازم تدابیر به نیسي.

په غونډه کې د وینا په مهال د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست محترم مولوي حمد الله نعماني د وزارت او بېجینګ – ننګرهار ساختماني موادو د تولید شرکت ترمنځ د هوکړه لیک په اړه د معلوماتو او ګټو بیانولو ترڅنګ د وزارت لومړیتوبونو ته اشاره وکړه.

محترم مولوي حمد الله نعماني وویل، خلکو د سرپنا او مناسبو کورونو او اپارتمانونو برابرول د وزارت له دندو دي او هغه ستونزې او ننګونې چې په پروژو کې د تېر حکومت څخه په میراث ورپاتې دي د حل برخه کې یې کوټلي ګامونه پورته کړي تر څو وکولی شي چې ستونزې ختمې او پروژې ګټې اخیستنې ته وسپاري.

مولوي نعماني زیاته کړه چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په پراختیایي پروژو کې د پانګونې په موخه هڅې روانې کړي دي چې له ډلې یې یوه عملي او نن یې هوکړه لیک لاسلیک او عملي چارې یې پیل شوې.

د غونډې په پای کې د بېجینګ – ننګرهار شرکت مسؤل یومینګ خوی وویل، ټول پانګوال یې په هوکړه لیک کې د ذکر شوو مواردو عملي کولو ته بشپړ چمتو  دي او هڅه به کوي چې د ا.ا.ا ټول اصول او قوانین په ځان عملي او د افغانستان ملي ګټو ته ژمن پاتې شي.

یومینګ خوی د ا.ا.ا مشرانو ته ډاډ ورکړ چې د خپلو ټولو تولیدي چارو کیفیت ته به پاملرنه کوي او مناسب نرخونه به ټاکي.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان ا.ا اقتصادي کمېسیون د رمضان المبارک میاشتې په ۲۴ مه د ښار جوړولو او ځمکو وزارت هغه طرحه تائید کړه چې له مخې یې چینایي پانګوالو ته د کابل په ده سبز کې د پېروزي ښارګوټي په ختیځه برخه کې ۶۵۰ جریبه ځمکه د شاوخوا ۱۵۰ تولیدي فابریکو د جوړښت لپاره ورکول کېږي چې هغوی به نږدې ۲۱۶ میلیونه امریکایي ډالره پانګونه کوي او د خوراکي او غیر خوراکي توکو تولید به په افغانستان کې پیلوي.

د دې کار په پیل سره به ملي عواید زیات شي، ( ۱۳۶۰۰) کسانو ته په مستقیمه توګه او (۳۰۰۰۰) کسانو ته په په غیر مستقیمه توګه د کار کولو زمینه برابره شي ، داخلي تولیدات به وده وکړي، د بهرنیو تولیداتو د وارداتو مخنیوی به وشي او د نرخونو په راټیټولو کې به مهم رول ولوبوي.

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۰ - ۱۱:۱۳
Background image

په نیمروز ولایت کې د مسجد شریف ودانیزې چارې و څارل شوې

۱۴۴۷/۰۵/۲۰

د نیمروز ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالجبار یاسیني وایي، د دې ریاست تخنیکي ټیم د بندر د جومات د اعمار له بهیر څخه ساحوي څارنه ترسره کړه.

ښاغلي مولوي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۰ - ۱۱:۰
Background image

د غزني ښار د خواجه علي صاحب د سړک د پروژې چارې و څارل شوې

۱۴۴۷/۰۵/۲۰

د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نور ولي بلال متقي وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د غزني ښار په مرکز کې د خواجه علی صاحب د سړک د پروژې له چارو څخه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۵:۱۰
Background image

د کابل ښار د نیله باغ استوګنیزې پروژې چارې ۵۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۷/۰۵/۱۹

د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند د نیله باغ استوګنیزه پروژه د یاد وزارت له مهمو او سترو و پروژو څخه ده، چې د چین هېواد د بې‌عوَضه مرستو په مټ رغول کېږي.

د یادې پروژې مسؤلین. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

2 اونی ۱ ورځ ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت